د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۰۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ کې د بیلابیلو قطعاتو او سیمه ایزو قول اوردګانو ۱۰۳ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو مسلکي او عقیدتي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

مسؤلینو د وینا پر مهال د اعداد اهميت او ارزښت بیان او زیاته یې کړه، ترلاسه کړې زده کړې ستاسو شخصي ملکیت او وړتیا نده، دا زده کړې د اسلامي نظام لخوا تاسو ته د امانت په توګه در سپارل شوې دی ، له ترلاسه کړو زده کړو څخه د اسلامي نظام د تحکیم په موخه ګټه پورته کړئ.

ورته مهال نویو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود، ياد مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.