د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک له لوري ٣٠ کورنیو ته خوراکي توکي او البسه ورسول شول

web_admin

ملي دفاع وزارت د رهبري په ځانګړي امر د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو اړوند د کونړ ولایت غازي آباد ولسوالۍ کې (٣٠) هغو کورنیو ته خوراکي توکي او البسه چې په واورو کې بند پاتې وو ورسول شول.

په دغه مرستو کې اوړه، وریجې، کمپلې او یو شمیر نور د اړتیا وړ خوراکي توکي د یادې سیمې  مسؤلینو په همکارۍ اړمنو کورنیو ته وویشل شول.