په سرپل ولایت کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو منسوبینو له کورنیو څاروي لرونکو هیوادوالو سره مرسته وکړه
په سرپل ولایت کې د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۹ الفتح قول اردو څلورمې لوا منسوبینو له کورنیو څاروي لرونکو هیوادوالو سره په بیلابیلو برخو کې مرسته وکړه.
دغه مرسته چې پکې د کروندګرو لپاره غنم، جوار، د مالونو لپاره واښه او نور بیلابیل اشیا شامل وو په لویو انترنشنل موټرو کې سرپل ولایت ته انتقال کړل او په اړمنو کسانو وویشل شول چې لا هم دغه مرستې دوام لري.
د ملي اسلامي اردو ټول منسوبین په هره برخه کې د هیوادوالو تر څنګ ولاړ دي او هیڅ ډول مرستې به له هیوادوالو څخه دریغ نکړي. د رابطې لپاره په لاندې شمېرو اړیکه ونسئ
0774890800 0784307745