په ننګرهار ولایت کې ۱۱ تنه قاچاقجیان له ۵۹ کیلو ګرامه چرسو سره ونیول شول
د ۲۰۱ خالد ین ولید قول اردو د عبدالله بن زبیر (رض) لومړئ سرحدی لوا بیداره ځواکونو د یو لړ کشفي راپورونو پر بنسټ د مخدره توکو ۱۱ تنه قاچاقجیان له ۵۹ کیلو ګرامه اومه چرسو سره د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ د فرضي کرښې تر څیرمه نیولي دي.
یاد کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې یاد مخدره توکو د فرضي کرښې بلې غاړې ته ولېږدوي.
نیول شوي کسان د لا ډیرو څېړنې په موخه اړوند ارګانونو ته سپارل شوي دي.