په هرات ولایت کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د ژغورنې ټیم ۵۲ تنه هیوادوال وژغورل
د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د شدیدې واورې د اورښت له امله ۴۰ تنه هیوادوال او د یاد ولایت په اسلام قلعه ولسوالۍ کې ۱۲ تنه هیوادوال چې په واورو کې بند پاتې وو، د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۷ الفاروق د پنځمې سرحدي لوا د ژغورنې ټیم له لوري وژغورل شول.
د ملي اسلامي اردو ټول منسوبین شپه او ورځ د خپلو هیوادوالو په خدمت کې دي.