د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه۱۰۴ تنه ځوان منسوبين فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۰۴ تنه ځوان منسوبين د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو ځواکونو ښوونځي د نشانزنۍ ،SPG-9، سرحدي ځواکونو او بلوک مشرانو له ۳ میاشتنیو مسلکي او عقیدتي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. 

د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال مولوي باز محمد «حمیدي» نويو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: د مشرانو له اوامرو څخه اطاعت وکړئ ځکه الله ج  پرې مکلف کړي یو ؛ همدا راز مسؤلینو له نويو فارغانو څخه وغوښتل چې په ترلاسه کړو زده کړو اکتفا مه کوې او هڅه وکړئ چې د خپل مسلک له اړتیا سره سم ځانونه عیار کړئ. 

په ورته مهال نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې په هر ډول شرایطو کې به له اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه کوي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې زموږ په منځ تفرقه واچوي.

غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.