د اسلامي امارت سرحدي مسؤلینو او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ د اسلام قلعه په بندر کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه 

web_admin

د اسلامي امارت سرحدي مسؤلینو او ایراني سرحدي ځواکونو، تیره ورځ د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې پر سرحدي مسائلو، دوه اړخيزو اړيکو پر ټينګښت د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه.

په دی ناسته کې چې د یاد ولایت کمیسارۍ په انګړ کې د ۲۰۷  الفاروق قول اردو د پنځمې سرحدی لوا قوماندان برید جنرال محمد رحيم خادم په مشرۍ ترسره شوه ،چې د ایران لوري څخه د سرحدي ځواکونو مرستيال محمد رضا بیات او د يادو سرحدي ځواکونو لومړی درجه مرستیال سرهنګ شيدا هم ګډون درلود.

په دغه دوه اړخيزه ناسته کې د دواړو مسلمانو هيوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو او ستونزو اړوند د نظر د تبادلې سربېره د مخ پر وړاندې ستونزو او مشکلاتو د حل په اړه هم خبرې وشوي.

همدارنګه د اسلامي امارت سرحدي مسؤلينو ايراني لوري ته د ګاونډيو هيوادونو سره د هر ډول ګډو همکاريو او د ښو اړيکو د ساتلو ډاډ ورکړ.

همدارنګه ايراني پلاوي هم د ملي دفاع وزارت د سرحدي ځواکونو د همکاري څخه رضایت او خوښي څرګنده کړه.