د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو ملکي بستونو لپاره له ۲۰۰ تنو داوطلبانو څخه ازموینه واخیستل شوه
د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو د ۱۷۹ اووم او اتم ملکي بستونو لپاره او له ۲۰۰ تنو هغو داوطلبانو څخه ازموینه واخیستل شوه چې له مخکې یي یادو بستونو ته نوملیکنه کړې وه او په ټاکل شویو شرایطو برابر پيژندل شوي وو.
یاده ازموینه د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ عقیدتي او فرهنګي تالار کې د ملي دفاع وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي داد محمد «محمدي» په حضور کې د ټاکل شوي هئیت له لوري په پوره شفافیت کې واخیستل شوه.