د ملي دفاع وزارت دفوټبال ټیم د حذفي جام فوټبال سیالۍ وګټله

web_admin

د کابل په فدراسیون ریاست کې دیاد ریاست له لوري جوړ شوي ۱۴۰۲ ل.ل کال د حذفي فوټبال تورنمنټ د ملي دفاع وزارت د فوټبال ټیم  یاده سیالي پخپل نوم کړه.

دغه سیالي چې د ۳۲ ټیمونو له لوري ترسره شوه د هلال احمر ټیم او د ملي دفاع وزارت ټیم پاینل ته ووتل چې نن د یاد وزارت ټیم مقابل هلال احمر ټیم ته د درې ګولونو پر صفر ماته ورکړه.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس حاجي عبدالجبار صدیقي، د فدراسیون رئیس مولوي احمدالله وثیق او ګڼ شمیر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.