د ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت عبيده ابن جراح (رض) دویمې پلی لوا لپاره نوی قوماندان معرفي شو

web_admin


د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید له مخې او د چارو د لاښه سمون په موخه ملا محمد عتيق "اسامه" د ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت عبيده ابن جراح رضي الله عنه دویمې پلې لوا قوماندان په توګه ټاکل شوی وو، نن د يادې قول اردو مرستيال قوماندان الحاج ملا محمد عیسی "ياسين" له لوري رسما اړوند کارمندانو ته ورپېژندل شو.

مسؤلینو نوی ټاکل شوي قوماندان ته د مبارکۍ تر څنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه، او همدا راز نوي قوماندان د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ.