د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۲۳۴ تنه افسران فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د پوځي اکاډمۍ له ۱۴ مې دورې څخه فارغ شوي ۲۳۴ تنه افسران د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له څلور میاشتنیو عملي او مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال مولوي بازمحمد"حمیدي" فارغ شویو افسرانو د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه: تاسو د اسلامي اردو په صف کې دنده د تنخوا لپاره نه ،بلکه د الله ج د رضا او اسلامي امارت ته خدمت په موخه ده په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره یې ترسره کړئ.

همدا راز له زده کړو پوځي فنونو څخه د جهاد او اسلامي نظام څخه د دفاع په برخه کې ګټه پورته کړئ؛ قومي ،سمتي او ژبني تعصب څخه ځان پاک او ټولو افغانانو ته د مینې ،او ورورولي غیږه خلاصه کړئ، 

په پای کې یادو افسرانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې په هر ډول شرایطو کې د هیواد له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه د ساتنې په موخه سرښیندونو ته چمتو یو، غونډه د بري لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.