مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۱۸مه
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۸۹ترهګرو وژل کیدل
کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یو ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۷۰ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۰ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی د افغانستان هوایي ځواکونو ۷۸ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۸۹ تنه وسله وال ترهګر وژل، ۱۷ تنه ټپیان او ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کندز، غزني، لوګر، بادغیس، هلمند، کندهار او بلخ په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ د صالح آباد او تربوز ګذر او مرکز اړوند تلوکه سیمو کې ۳۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي او ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي، د غزني ولایت د اندړو، قره باغ او ده یک ولسوالیو کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی، د بادغیس ولایت د مقر او مرکز اړوند سیمه کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان او د لوګر ولایت د چرخ او برکي برک ولسوالیو کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.
همدا راز د د هلمند ولایت د نوزاد، ګرشک، موسی کلا ولسوالیو او مرکز اړوند سیمو کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او یو پټنځای له منځه وړل شوی، د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی، ۲ تنه ټپیان او ۲موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي .
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
###