په تورخم کې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو اړوند روغتون کې د (۱۹۱۵) تنه ناروغانو کتنه او درملنه وشوه

web_admin

تورخم کې راستانه شويو افغان کډوالو ته په جوړ شوي پنډ غالي کې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو مرستیال مولوي محمد “نظامي” او د قول اردو سرطبيب ډاکتر نقيب الله “عمري” تر څارنې د ګمبيري ساحوي سل بستریز نظامي روغتون د بيلابيلو برخو ډاکترانو په تيرو څلورويشت ساعتونو کې (۱۹۱۵) تنه ناروغان کتلي او درملنه يې ترسره کړېده.

دغه کډوال ناروغان د او پي ډي، غاښونو، جراحي عمليات، لابراتوار، زرقیات او پانسمان برخو کې کتل شوي او درملنه يې ترسره شوېده.

همداراز د ملي دفاع وزارت د نور مسلکي ټیمونو ترڅنګ صحيه ټيم شپه او ورځ په جوړ شوي روغتون کې د خپلو هيوادوالو په چوپړ کې دی او الحمدلله تردې دمه ټولې چارې په برياليتوب او نورمال ډول ترسره کیږي.