د پاکستاني رژیم له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو ویستلو په تړاو د ملي دفاع سرپرست وزیر وینا

web_admin
جمعه ۱۴۰۲/۸/۱۲ - ۲۱:۲۴
د پاکستاني رژیم له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو ویستلو په تړاو د ملي دفاع سرپرست وزیر وینا

د پاکستان په ریژیم باندې غږ کوو چې هغوی باید افغانانو سره ظلم او زیاتی ونکړي، د هغوی شخصي مالونه ورڅخه وانخلي، د هغوی ملکیتونه ضبط نکړي، چې دا په هېڅ قانون کې په هېڅ اصول کې دوی نشي کولائ او د دې به پوښتنه کېږي، د دې به مونږ په ټول توان سره کوشش کوو، مخه به یې نیسو او په هېڅ صورت به اجازه نه ورکوو چې څوک زمونږ د افغان ورڼو ملکیتونه ضبط کړي، ورڅخه ویې ګرځوي، ورڅخه غلا یې کړي، د دې سره سره په نورو برخو کې په لارو کې، د راتګ په وخت په دروازو باندې ډېر ظلم ور سره روان دی چې باید ژر تر ژره دا ظلم باید ودرول شي، نړیوال متوجې کوو، ملګري ملتونه، خیریه بنسټونه او مئسوسات اسلامي کنفرانس ټول باید په پاکستان باندې ژغ وکړي، چې دغه حالت چې مهاجرینو سره روان دی، دا پای ته ورسوي؛
که چېرې مهاجرین خپل هېواد ته ستنوي هم هغوئ باید په ښه باعزته طریقه باندې هېواد راستانه شي، او خپل ټاټوبي ته راشي؛
پاکستانۍ ريژیم باید هغه څه وکړي څه چې کوي عواقب یې باید وسنجوي، دومره وکري چې بیا یې د ریبلو توان لري، چې دا اوسنی حالت چې روان دی دا له د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې کړي، حالت به ډېر یو خطرناک لوري ته یوسي، ژر تر ژره دوی باید د دغه ظلم او ناروا څخه لاس واخلي او کوم افغانان چې هېواد ته راځي باید اجازه ورکول شي چې په ښه عزت باندې خپل هېواد ته راستانه شي، مونږ مرحبا او لبیک ورته وایوو، او په خدمت کې به یې یوو؛
دا پرېکړه چې پاکستان د مهاجرینو په اړه کړې ده یو اړخیزه پرېکړه ده، مونږ ته په هېڅ صورت د منلو نه ده، مونږ هېڅ ور سره موافق نه یو، یو طرفه او ظالمانه پرېکړه ده، چې په افغانانو باندې تپل شوې ده، افغانان یې د ستونځو او مشکلاتو سره مخامخ کړي دي، دوی باید د دې شیانو عواقب وسنجوي، داسې کار ونکړي چې هغه د یو هېواد په ګټه هم نه وي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۹
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په کونړ کې د دوهمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملامحمد فاضل "مظلوم" د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا د کونړ ولایت امنیتي وضیعت ارزونې په موخه د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو اړوند د عبدالله بن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۹:۵۶
Background image

د هیواد په شمال کې د وروستیو سېلابونو راوتلو په اړه د وسلوال پوځ لوی درستیز د تسلیت پیغام!

په ډیر تأسف سره خبر شولو چې تیره جمعه د هیواد په شمال بغلان، غور، تخار، بدخشان او هرات ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله زموږ ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

بېرته خبرونه ته