په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د عصبي جراحۍ ټیم له لوري د (مغزو تومور) بریالي عملیات تر سره شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند د روغتیایي چارو قومندانۍ رهبري د هڅو په پایله کې د پر مختللیو عصري طبي ماشینونو او وسایلو په لرلو سره د عصبي جراحۍ ټیم له لوري د ډګروال رنځورمل ډاکټر محمد حسن "صاحبي" په مشرۍ د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د (مغزو د تومور) پيچلي عملیات په بریالیتوب سره تر سره شول.

اوس مهال د یاد ناروغ روغتیایي وضیعت د ډاډ وړده او همدا راز د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون مسلکي او متخصص ډاکټران شپه او ورځ د هیوادوالو او ملي اسلامي اردو ځوانانو لپاره په خدمت بوخت دي.