د ستردرستیز انجینري ریاست د ظرفیت لوړولو له کورس څخه ۲۰۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز انجینري ریاست د ظرفیت لوړولو له کورس څخه د سیمیزو قطعاتو او جزوتامونو ۲۰۰ تنه مجاهدین له لس ورځني سیمینار څخه فارغ شول.
دغه مراسمو کې د انجینري او استحکاو ریاست رئیس مولوي نصرالله "منصور" خبرې وکړې او ویې ویل: موږ یوې متخصصې، قوي او مسلکي اردو جوړولو ته ضرورت لرو.
دغو ګډون کوونکو په لنډ وخت کې د پلان جوړونې او د تکتیکي پلانونو د اجرا کولو لپاره عملي او نظري زده کړې ترسره کړې.