د مسلحو ځواکونو لوی درستیز مرستیال د اطفایه او طبعي پیښو ته رسیده ګي له عمومي رئیس سره وکتل
نن ورځ د مسلحو ځواکونو لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" د کورنیو چارو وزارت د اطفایه او طبعي پیښو ته د رسیده ګي له عمومي رئیس حافظ نورالله "انصار" سره د همغږۍ او لا همکارۍ په موخه پخپل کاري دفتر کې وکتل.
په لومړي سر کې د اطفایه او طبعي پیښو ته د رسیده ګي عمومي رئیس د ملي دفاع وزارت هوايي او زمیني ټیم متضررو سیمو ته پخپل وخت له رسېدو څخه مننه وکړه او د لا همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ورپسې د مسلحو ځواکونو لوی درستیز مرستیال د ملي دفاع وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیم د هیواد طبیعي او احتمالي پیښو ته پخپل وخت د رسېدلو ډاډ ورکړ او ویې ویل: چې ملي دفاع وزارت له ټولو شته امکاناتو سره متضرره سیمو ته د رسېده ګۍ په برخه خپلې هڅې نه سپموي او هر وخت د هیوادوالو په خدمت کې دی.