په حمایې او امنيت لوا کې (۱۵۰) تنه مجاهدین د مسلکي زده کړو څخه فارغ شول
د ملي دفاع وزارت په حمایې او امنیت تينګښت لواء کې (۱۵۰) تنه مجاهدین له دریو میاشتو مسلکي زده کړو څخه وروسته د یولړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغه غونډه کې د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي محمد هاشم “حذیفه”، د حمايې او امنیت لؤا قوماندان او ګڼو نورو مسؤولینو ګډون کړی وؤ؛ غونډه تازه فارغ شوو مجاهدینو ته د تصدیق پاڼو په ورکړې سره ختمه شوه .