په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ۱۰ عرادې ضربتي ټانګونه ترمیم شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند د کابل ۳۱۳ مرکزي قول اردو د حمایه کنډک د تخنیکي منسوبینو د هلو ځلو په پایله کې ۱۰ عرادې ضربتي ټانګونه ترمیم او د ګټې اخېستنې وړ وګرځېدل.

د یادونې وړ ده چې یادې قول اردو له فتحې څخه وروسته په زرګونو عرادې نظامي وسایط سپکې او درنې وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته اماده کړي دي.