د لوړو زده کړو وزیر د ځانګړو ځواکونو فرقې د عالي زده کړو له ښوونځي څخه لیدنه وکړه

web_admin

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد “ندیم” او ورسره د ملي دفاع وزارت د اطلاعاتو او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال ملا فقیر محمد درویش د ځانګړو ځواکونو د فرقه د عالي نظامي زده کړو له ښوونځي څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ځانګړو ځواکونو د فرقه له مرستیال، استادانو او ګڼ شمیر نورو مسؤلینو سره د پرمختګ او پر مختللو نظامي ښوونې او روزنې په هکله لنډې خبرې وکړې. 

او زیاته يې کړه: «الحمدالله اوس په ټول افغانستان کې اسلامي نظام نافظ دی او دا د الله تعالی یو ستر نصرت دی چی د مجاهدینو او د افغانستان د خلکو نصیب یې ګرزولی؛ مونږ ټول باید د دغه ستر نصرت شکرانه ادا کړو او د دې سپیڅلي نظام د بقا لپاره نورې ستړیاوې او تکلیفونه هم وګالو ترڅو وکولی شو په مسلکي توګه د خپل هیواد او خلکو ساتنه وکړو».

په پای کی د ځانګړو ځواکونو مرستیال مولوي ممتاز احمد “عمري”د خپلو خبرو په ترڅ کی د لوړو زده کړو د وزیر او ورسره مل پلاوي له راتګ څخه مننه او قدردانی وکړ.