د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د روغتیا له څانګې څخه ۳۶ تنه مجاهدین فارغ شول

web_admin

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند روغتیا په څانګه کې ۳۶ تنه مجاهدین وروسته له دوه میاشتني مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

 په دغه غونډه کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال الحاج تورنجنرال امین الله "طیب" او دیادې قول اردو ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

مسؤلینو پخپلو ویناوو کې وویل: د خوښۍ ځای ده چې د روغتیا په مسلکي برخه ۳۶ تنه مجاهدین په اسلامي او ملي روحیه سمبال د هیوادوالو خدمت لپاره روزل کیږي.

د یادونې وړ ده چې په دغه سیمینار کې د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون استادانو دوه میاشتې د ظرفیت لوړولو په موخه د ماتېدلو، سوځېدلو، حفظ الصحه او نورو بېلابېلو برخو کې درسونه ورکړل، په پای کې یادو فارغانو ته سندونه هم ورکړل شول.