د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۶۵ تنه مجاهدین فارغ شول
د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۶۵ تنه مجاهدین چې ۴۸ تنو د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځۍ او ۱۷ تنو د جګړه ایزو ځواکونو د توپچي څانګې د سیملاتور کورس څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په دې غونډه کې یادې قوماندانۍ قوماندان برید جنرال مولوي محمد هاشم “حذیفه” ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.
مسؤلینو د اعداد د اهمیت او ارزښت په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې درکړل شوې مسلکي زده کړې د اسلامي امارت یو امانت دی او اسلامي نظام ته د خدمت په موخه بشپړه ګټه ترې واخلئ، په پای کې یادو فارغانو ته بری لیکونه هم ورکړل شول.