په کندهار ولایت کې یو بال MD530 ډول هلیکوپتر ترمیم او الوتنې ته چمتو شوه.
په کندهار ولایت کې د هوایي ځواک لوا د هوایي تخنیک د انجنیري ټیم د دوامداره هڅو په پایله کې یو بال 530 MD ډول هلیکوپتر ترمیم او الوتنې ته چمتو شوه.
دغه هلیکوپتر چې د تیرې ادارې په وخت کې له فعالیته لویدلې وه د هوایي ځواک لوا له لوري د دوهم ځل لپاره ترمیم او خپله ازمایښتي الوتنه یې ترسره کړه.
د کندهار د هوایي ځواک د لوا قوماندان مولوي فتح الله "منصور" د هوایي تخنیک انجنیرانو هڅې وستایلې او د دوی د لا پرمختګ هیله یې وکړه.