په ۲۱۵ عزم قول اردو کې ۴۰ زغروال ټانګونه ترميم شول

web_admin

د هلمند ولايت په ۲۱۵ عزم قول اردو کې ۴۰ عرادې زغروال ضربتي ټانګونه په داسې مهال کې رغول کېږي، چې د يادې قول اردو د ورکشاپونو مسؤلین د وسايطو د ترمیم سربېره د وسلو او د نظامي تجهيزاتو ترميم باندې کار کوي.

د ملي دفاع وزارت رهبري هڅه کوي چې د نظامي تجهيزاتو او وسلو سربېره د وسايطو ترميم ته جدي پاملرنه وکړي او په دې برخه کې مسؤلينو ته سپارښتنه شوې چې د ترميم په برخه کې چټک ګامونه واخلي.

د يادونې وړ ده؛ چې تر دې وړاندې هم د یادې قول اردو تخنيک مديريت په هلو ځلو او د ورکشاپونو مسؤل په زيار او کوښښ لسګونه وسايط د ګټې اخيستنې له پاره چمتو شوي دي.