د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ کې ۳۲۷ عرادې وسایط ترمیم شول

web_admin

د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځي په ورکشاپونو کې ۳۲۷ عرادې بېلابېل ډول پوځي وسایط د تخنیکي او مسلکي انجینرانو په هڅو ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

دغو وسایطو کې ۲۰۴ عرادې رنجر ۲۱ عراده هاموې، ۲۲ عرادې انټرنیشنل ۲۱ عرادې فورد ایفریست ۱۱ عرادې فورکلفتونه او ګڼ شمېر نور پوځي وسایط او تجهیزات شامل دي.

د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ مسؤلینو یاد وسایط په منظم ډول پارک کړل او د اړتیا په صورت کې به ترې استفاده کوي.