د ۲۱۷عمري قول اردو لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان معرفي شو
د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۱۷عمري قول اردو لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان مولوي امان الدين “منصور” د مسلحو ځواکونو
د ستر درستيز رئيس ارکان مولوي شبير احمد “عثماني” او د یاد وزارت نظامي څارنوالی رئيس مولوي عبدالرب “ارشد” له لوري نن رسماً معرفي او اړوند منسوبینو ته وروپیژندل شو.
د ملي دفاع وزارت مسؤلینو تازه ګمارل شوي قوماندان ته د مبارکۍ ترڅنګ لازمې سپارښتنې وکړې او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.