د ستر درستیز روغتیایي چارو رهبري د ۲۰۳ منصوری قول اردو ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

web_admin

د ستر درستیز روغتیایي چارو قوماندان تورنجنرال ډاکټر محمد طاهر “احرار”، مولوي محمد شفیق او ورسره مل پلاوي د ۲۰۳ منصوري قول اردو له ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.

همدارنګه یاد پلاوي د پرسونل د کارونو او فعالیتونو د کنټرول او ارزونې پرمهال د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په موخه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.