په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې له سلو څخه زیات مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت اړوند په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې له سلو څخه زیات مجاهدین چې ۷۰ تنه په کمپیوټر او ۳۱ تنه د کشفي مسایلو په برخه کې نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان قاري محمد خالد "ایوب" د دغه کورس له استادانو څخه مننه وکړه او فارغانو ته یې د اطاعت او نورو مسایلو په هکله لازمې توصیې وکړې.

د یادونې وړه ده چې په تیر یو کال کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د ښوونې او روزنې مدیریت له ۲۰۰۰ تنو څخه زیات مجاهدین فارغ کړي دي او دغه لړي اوس هم جریان لري، دغو فارغانو له دوه میاشتو مسلکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته د مسؤلینو له لوري د فراغت سندونه ترلاسه کړل.