مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۱۰ مه
په ۲۱۵ میوند قول اردو کې د جګړې پای
کابل-افغانستان: لکه څرنګه چې زموږ هیوادوال خبر دي تېره شپه د ترهګرو یوې ډلې په ۲۱۵ میوند قول اردو په داسې حال کې ډله ییز برید تر سره کړ ، چې ۸ تنو یې ځان وژونکي واسکټونه پر تن کړي وو.
دغه نیښتې ۱۶ ساعت دوام وکړ، چې په پایله کې د ۸ تنو ځان وژونکو په ګډون ۲۰ تنه ترهګر ووژل شول. له بده مرغه د ترهګرو په دغه ناځوانمردانه پېښه کې ۲۳ تنه افغان پوځیان شهیدان او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي چې ټپیان د یادې قول اردو ساحوي روغتون ته په بېړنۍ توګه د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ پلاوی، د الله(ج) له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته عاجله شفا او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي. همدا رنګه د ملي دفاع وزارت خپلو خلکو ته ډاډ ور کوي، چې د خپلو شهیدانو د وینو بدله به له دغه شرمېدلي دښمن څخه اخلي.
###