د مخابرې ریاست څخه د ۳۵ تنه فارغینو په غونډه کې لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" ګډون وکړ
د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز مخابره ریاست د مقدماتي شبکې د درې میاشتني کورس له دوهمې دورې څخه د ساحوي قول اردوګانو، قطعاتو او جزو تامونو ۳۵ تنه مجاهدین نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په غونډه کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" او د یاد وزارت مسؤلینو، ګڼ شمېر منسوبینو او مجاهدینو ګډون وکړ.
قاري صاحب فصیح الدین "فطرت" مجاهدینو ته د مسؤلیت سپارلو ترڅنګ د اسلامي نظام د استحکام او امنیت ساتلو په برخه کې هر اړخیزه وینا وکړه او په پای کې یادو فارغانو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.