د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي زده کړو څخه ۴۷ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو ۴۷ تنه مجاهدین د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له دوه مسلکي ښوونځیو څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مجاهدینو کې (۲۵) تنه د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځي د بریدملانو د اکمال ممر کورس او (۲۲) تنه د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي د اترون مخابرې د کتنې او ساتنې کورس څخه فارغ شول

په دې غونډه کې د جګړه ایزو ګډو زده کړو  قوماندانۍ مسؤلینو، ګڼ شمیر مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو او په پای کې یادو فارغانو ته ستاینلکونه هم ورکړل شول.