د ملي دفاع سرپرست وزير د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت مرکز د تولیدي موټر څخه لیدنه وکړه

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۰:۴۰
د ملي دفاع سرپرست وزير د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت مرکز د تولیدي موټر څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" په کابل کې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت مرکز له خوا جوړ شوي موټر څخه لیدنه وکړه.

د ملي دفاع سرپرست وزير د ګړندي موټر د تولید په برخه کې د ياد مرکز د مسوولینو له دغه نوښته قدرداني وکړه او دا یې د هېواد د روښانه راتلونکي د پر ځان بسیاینې او هوساینې په برخه کې یو ارزښتناک ګام وباله.

همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزير د تيز رفتاره موټر د جوړونې او د دغه مرکز د ډيزاين مسولينو ته ډاډ ورکړ، چې له دوی به هېڅ ډول مرسته ونه سپموي او په نغدي ډاليو يې قدرداني او تشويق وکړ.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۲۲:۳۱
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر له هیواد څخه بهر میشتو هیوادوالو سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له یو شمېر هغو هیوادوالو سره چې په اروپا او ځینو نورو هیوادونو کې میشت دي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره هیواد ته. . .

بېرته خبرونه ته