د ملي دفاع وزارت په حقوقو ریاست کې (۲۰) تنه مجاهدین د کمپیوټر له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت په داخل حقوقو ریاست کې د انګلسي ژبې او کمپیوټرله مسلکي زده کړو څخه (۲۰) تنه مجاهدین له درې میاشتي کورس وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د یاد ریاست رئیس مولوي مسیح الله "مؤذن"، د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله "خوارزمي"، قاضي محمد ادم "صالحي"، ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې د یاد وزارت په ټولو ریاستونو کې د اداري کارونو د لا ښه پرمختګ په موخه دا ډول کورسونه پیل شوي دي، په پای کې مسؤلینو له لوري یادو فارغانو ته ستاینلیکونه او نقدي جایزې هم ورکړل شوې.