د ۲۰۱ خالد بن وليد دریمې پلې لوا منسوبينو له لوري ۶ تنه خوارج ونيول شول

s.mohmand

 د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د عبدالله بن مسعود (رض) دریمې پلې لوا د لومړي کنډک مجاهدینو د کشفي راپورونو په اساس د ننګرهار په ولایت کې د داعش ډلې په يو پټنځای عمليات ترسره کړل.

دغه عملياتو کې (۶) تنه داعش خوارج له (۱) کلاشينکوف، (۱) تومانچه، د کلاشينکوف (۶) عدده شاجورونو او يو شمير نظامي توکي سره و نيول شول؛ نيول شوي کسان د نورو پلټنو لپاره اړوندو ارګانونو ته معرفي شول.

د ملي دفاع وزارت منسوبين درنو ولسونو ته ډاډ ورکوي چې هيڅ ډول وران کارو ډلو او خوارجو ته به اجازه ورنکړو چې ستاسو ژوند نارامه او د امن فضا اخلال کړي.