د ملي دفاع وزارت ۳۱۳ مرکزی قول اردو ته نوی قوماندان ور وپيژندل شو
د ملي دفاع وزارت رهبرۍ دلزوم دید پر بنسټ او ا.ا.ا رهبري د حکم په اساس د چارو دلا ښه سمون په موخه ملا امير خان "حقاني" د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی وو، نن ورځ د يوې غونډي په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت د پلان او پاليسۍ معين مولوي محمد قاسم "فريد" له لوري رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
دغه غوڼده کې د ملي دفاع وزارت د پلان او پاليسي معين مولوي محمد قاسم "فريد" ، د قول اردو رئیس ارکان شيخ نقيب الله "عزيزي" مسؤلينو او منسوبينو ګډون کړی وو، همداراز د یاد قول اردو پرسونل او منسوبينو ته د ملي دفاع وزارت د پلان او پاليسی معين له لوري د نوي قوماندان معرفي کولو ترڅنګ؛ نوموړي ته په چارو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.