د ۲۰۳ منصوري قول اردو (۵۵) تنه مجاهدین د خریطې له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول

s.mohmand

د ۲۰۳ منصوري قول اردو د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري (۵۵) تنه مجاهدین چې د تیرې یوې میاشتې په جریان کې یې زده کړې پیل کړې وې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

يادو مراسمو کې د قول اردو مرستیال حاجي روح الامین "روحاني"، د ښوونې او روزنې مدیر قاري حسن جان "جهاديار" ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدينو ګډون کړی وو.

په غونډه کې مسؤلینو فارغ شوي مجاهدین وهڅول او خپلو مسؤلیتونو ته یې متوجه کړل او په پای کې يې یادو مجاهدینو ته د فراغت سندونه هم ورکړل.