د ۲۰۷ الفارق قول اردو پر کارکوونکو د دښمن د برید په اړه د ملي دفاع وزارت اعلامیه

s.mohmand

نن سهار ناپېژانده وسله والو د ۲۰۷ الفارق قول اردو د صحي پرسونل په یوه کاسټر ډوله موټر برید وکړ، چې له امله یې ۵ تنه شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.

د ملي دفاع وزارت د دغې پېښې شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي،او خپلو ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې دښمن د دا ډول بزدلانه بريدونو په ترسره کولو سره نه يوازې د امنيتي ځواکونو د کارکوونکو او منسوبينو هوډ کمزورى کوي، بلکه دوی به په کلکه هوډ سره ماتوي، انشاالله تعالی!