‏په کندهار کې د ۲۰۵ "البدر" قول اردو مجاهدینو او هوایي ځواکونو لخوا سلګونه هېوادوال وژغورل شول

s.mohmand

د ۲۰۵ "البدر" قول اردو د چارواکو په لار ښوونه، د دغې قول اردو مجاهدینو او هوايي ځواکونو د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو له امله د سېلابونو راوتلو په خاطر د سېلاب ځپلو هېوادوالو سره بيړنيو مرستو ته تللي، زيات شمېر خلک او د هغوی مالونه یې خوندي ځایونو ته لیږدولي دي.

د اسلامی اردو د چورلکو په وسيله د ياد ولايت سلګونه اوسېدونکي، چې په سېلاب کې بند پاتي وو، ژغورل شوي.
همدا راز د دغې قول اردو رهبري ولسونو ته ډاډ ورکوي، چې په هر ډول حالاتو کې به هېوادوالو سره د بشپړې مرستې لپاره چمتو او ترڅنګ ولاړ وي.