په غزني ولايت کې د ٢٠٣ منصوري قول اردو له سېلاب ځپلو سره بيړنۍ مرستې
تېره شپه د غزني ولايت په ځېنو ولسوليو کې د سخت اورښت له کبله په ځانګړې توګه د ګیان ولسوالۍ کې سېلابونه راوتلي ؤ، چې خلکو ته یې زيات مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو مجاهدینو ځانونه سېلاب ځپلو سیمو ته ورسول زیات شمېر کسان چې په کورونو کې بند پاتي وو وژغورل شول او خوندي ځايونو ته ولیږدول شول٠