د هېواد د خپلواکۍ لومړۍ کلیزه د ۲۱۷ عمري قول اردو په لومړۍ لوا کې ولمانځل شوه

s.mohmand

نن د ۲۱۷ عمري قول اردو په لومړۍ لوا کې له اشغال څخه د هیواد د فتحې او آزادۍ لومړۍ کلیزه دیادې لوا د مسؤلینو، مجاهدینو او دیني عالمانو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

په دې مراسمو کې ګډونوالو د هېواد د ازادۍ لپاره د مجاهدینو د سرښندنو قدرداني وکړه او له اسلامي نظام څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.