د هرات ولايت په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د بریا لومړۍ کلیزه ولمانځل شوه
د ۲۰۷ «الفاروق» قول اردو مسؤلينو او منسوبينو د اسلامي امارت د مجاهدینو د بري او د استعمارګرو د ګوډاګي دولت له منګولو څخه د افغان ملت د خلاصون لومړۍ کلیزه؛ د یوې علمي او سیاسي غونډې په جوړولو سره ولمانځله.
د "الفاروق" قول اردو مجاهدینو دا ورځ د افغانستان د شریف ملت د تاریخي ورځې او پر باطل د حق د بریا او د متکبرو او هغوی د اجیرانو د ماتې د ورځې په توګه یاده کړه.