د ستر درستیز روغتیایی قومندانۍ سره د طبي متشبسینو ټولنې مرسته 

s.mohmand

افغانستان د درملو او طبي توکو د متشبسینو صحيې ټولنې له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، ۶۶ قلمه درمل او ۷ قلمه طبي توکي د ستر درستیز صحيې قومندانۍ ته وسپارل شول.

دغه مراسم د خوراک او درملو د ملي ادارې  رئیس، د ستر درستيز د صحيې قوماندانۍ لومړي مرستيال، د طبي علومو اکاډمۍ قوماندان، د صحيې قوماندانۍ اوپراسيون او اداري مرستيال، د شهید سردار محمد داود خان روغتون قوماندان او د یاد روغتون مرستیال په شتون کې تر سره شول.

د صحيې او طبي علومو اکاډمۍ قوماندانيو د مشرتابه له خوا په دې مراسمو کې د يادې ټولنې له مرستو څخه مننه وکړه.