د ملي دفاع وزارت د مسلخ تصدۍ رياست بيا ځلې په کار پيل وکړ

s.mohmand

نن د ملي دفاع وزارت د مسلخ تصدۍ رياست په ځانګړې پرانيست غونډه کې د مادي تخنيکي او لوژيستيک معاونيت مرستيال مولوي محمد شفيق «مشفق»، د لوژيستيک احضاراتو او عينياتو رئيس مولوي عبدالقيوم الیاس او مسلخ د تصدۍ رئيس قاري محمد رسول ګډون درلود.

په دې مراسمو کې ويناوالو د دغه تصدۍ بيا ځلې فعاليت، دفاعي او امنيتي ارګانونو ته د اسلامي ذبحې، صحي غوښې او همدا راز د چاپيريال ساتنې په برخه کې د چوپړونو برابرول يو ارزښتناک ګام وباله.

د ملي دفاع وزارت د مسلخ تصدۍ رياست د تجربه لرونکو پرسونل، حيواني مسلکي ډاکټرانو، مجهزو ګدامونو، يخو خونو، په معياري توګه د څارويو ذبحه او د صحي غوښو له اړخه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ملي دفاع وزارت اړوندو قطعاتو پرسونل اکمالول او هغوی ته د خدماتو تر سره کول دي.