د کابل د جګړه ایزو ګډو زده کړو مرکز لومړنۍ  ښوونیزې دورې زده کړې پیل شوې

s.mohmand

د جګړه ایزو زده کړو قوماندانۍ لومړنۍ ښوونیزه دوره په کابل کې د پرسونل او تعلیماتو معاونیت مرستیال شیخ عبدالرحمان «اخندزاده» له لوري د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې رسما افتتاح شو.

په دې مراسمو کې، د پرسونل او تعلیماتو معاونیت مرستیال د ښونې په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې نوموړي وویل: له دې وروسته به ټول مجاهدین د پالیسۍ مطابق په منظم شکل د مسلکي ښوونو په موخه دغې قوماندانۍ ته پیژندل کیږي.
ټاکل شوې چې د ستر درستیز د امنیت تامین او حمايې لوا ۷۰۰ تنه مداومینو ته په دې لومړنۍ ښوونیزه دوره کې پوځي او عقیدتي زده کړې ورکړل شي.