د بګرام فرقې اړوند د ملي انجینرۍ لوا لخوا د ۱۲۰ درنو واسطو ترمیم

s.mohmand

د ملي انجنیرۍ لوا قوماندان مولوي محمد امین پیکار چې بګرام فرقې ته تللی و، د بګرام فرقې په ورکشاپ کې د ۱۲۰ درنو واسطو د ترمیم خبر ورکړ.
همدا راز نوموړي د تخنیکي انجینرانو د ټیم اغیزمن کار هم وستایه.

په ترمیم شوو وسایطو کې ۲۵ بابکیت، ۵۲ فورکلفت، ۴ جي بي سي، ۴ بلډوزر، ۱ ډبرې ماتونکی سکواټور، ۴ زرهي لودونه، ۳ ټراکټورونه، ۵ امریکایي ریچ، ۱۲ فور کلفت لوډرونه، ۴ زرهي او غیر زرهي ټریلرونه، ۳ ډمټرکونه، ۱ جر کرن، ۱ مکسر او ۱ جي ال جي شامل وو او یو زیات شمېر وسایط د کار لاندې دي.