د ملي پوځي اکاډمۍ په ملي دفاع پوهنتون کې ۱۲۰۰ تنو زده کړيالانو خپلې زده کړې پيل کړې

s.mohmand

د ملي نظامي اکاډمۍ ملي دفاع پوهنتون نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله حکيمي، د ياد وزارت د ښوونې روزنې او دوکتورينو قوماندان مولوي عبدالجبار صدیقي، د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي محمد نبي احمدي، د يادې اکاډمۍ ښوونکو او زده کړيالانو شتون درلود، افتتاح شوه.

د دغه مراسمو ويناوالو د يادې اکاډمۍ د ښوونکو او زده کړيالانو د ښوونو د بيا ځلې پيلیدو او حضور څخه مننه وکړه او له هغوی څخه يې وغوښتل چي له کلکې ژمنې او غوڅ هوډ سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، تر څو خلکو او هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي.

د ملي پوځي اکاډمۍ ښوونکو او زده کړيالانو د زده کړو له بیا پيليدو څخه مننه وکړه او ډاډ يې ور کړ، چې په کلک هوډ او اسلامي روحيې سره به هېواد او ته خلکو خدمت وکړي.