د وسلوال پوځ لوی درستيز؛ د نيالګي په کيښنولو سره د طبعيت په ښکلا کې برخه واخلئ
د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصيح الدين «فطرت» نن د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د نيالګي په کرلو سره د ټولو قطعاتو او جزوتامونو له مسوولينو او منسوبينو څخه د هېواد د سمسورتيا، ابادۍ او د طبعيت ښکلا په خاطر د نيالګيو کرلو غوښتنه وکړه.
همداراز د وسلوال پوځ لوی درستیز له ټولو هېواد والو هم وغوښتل، چې په خپله اړونده سيمه کې د هېواد په سرسبز کولو کې ونډه واخلي او خپل مسووليت ادا کړي.
له بلې خوا د ملي دفاع وزارت د امنيت او حمايې لوا قوماندان ملا محمد عيسی«اخند» د نيالګيو کرل د ټولنې د هر وګړي دنده او مسووليت بولي.
د سپرلي په رارسېدو سره، د ملي دفاع وزارت په قرارګاه مرکز او ولايتونو د اړوندو قول اردو ګانو، لوا ګانو او کنډکونو په انګړ کې د نيالګيو کرلو برنامه پيل کړه.