د ۲۰۹ الفتح قول اردو نوی قوماندان او مرستیال معرفي شول او رسما يې په کار پیل وکړ
چارو د لا ښه سمون په موخه د ۲۰۹ الفتح قول اردو نوي مسوولین رسماً معرفي شول او په کار یې پیل وکړ.
په دې تړاو د ۲۰۹ الفتح قول اردو کې ځانګړي مراسم ترسره شول؛ چې په ترڅ کې اميرخان "حقاني" د ٢٠٩ الفتح قول اردو د قوماندان په توګه او ملا عبدالمنان "اخند" د یادې قول ارو د مرستیال په توګه د شمال زون پوځي او ملکي چارواکو ته ور وپېژندل شول.
د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز رهبري نوموړو ته په ورسپارل شوو مسوولیتونو کې د بریالیتوب هیله کوي.