د کابل مرکزي قول اردو څخه د اسلامي امارت ٢٥٠ سرتيري فارغ شول

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۳ - ۱۹:۳۵
د کابل مرکزي قول اردو څخه د اسلامي امارت ٢٥٠ سرتيري فارغ شول

د وسلوال پوځ لوى درستيز قاري فصيح الدين "فطرت" د کابل په مرکزي قول اردو کې د اسلامي امارت د ۲۵۰ تنو سرتیرو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ، هغوی یې د هېواد او خلکو رښتیني مدافعین وبلل، نوموړي وويل: زموږ د ملت وياړ ستاسو په شان د هغو اتلو بچو په حقه مبارزه کې دى، چې د اشغالګرو پر وړاندې يې مبارزه وکړه او د يرغلګرو روحيه يې ماته کړه، اوس به تاسو د پخوا په پرتله لا زيات متحد او د ملي اردو ليکې پياوړي او منظم کوٸ او د ځواکمن پوځ بنسټ به کيښودل شي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۹:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین هېواد له ځانګړي استازي او سفير سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، نن د افغانستان په چارو کې د چين هېواد ځانګړي استازي ښاغلي يوشيايونګ او سفير، ښاغلي ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې. . .

جمعه ۱۴۰۳/۹/۲ - ۱۲:۴۸
Background image

د وسلوال پوځ ستردرستیز د ۳۱۳ مرکزي قول اردو درېمې پلې لواء څخه ليدنه وکړه 

د وسلوال پوځ ستردرستيز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" چي د ملي دفاع وزارت پېژنتون رئیس مولوي محمد رحیم "رحیمي"، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال ملا محمد حافظ "مجاهد" او يو شمېر نورو لوړ پوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۹:۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او مل پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي حسن "کاظمي قمي" او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د. . .

بېرته خبرونه ته