د ملي دفاع وزارت اعلامیه
د یو شمېر پخوانیو پوځیانو جسدونه چې د جګړې یا نورو پېښو پر مهال وژل شوي، له ډېرې مودې راهیسې د ملي دفاع وزارت په پوځي روغتون کې د پېژندګلوۍ د نه شتون له امله نظامي روغتون کې پراته دي.
هغه باعزته هیوادوال چې پوځي خپلوان یې لادرکه وي، کولای شي د ملي دفاع وزارت پوځي روغتون د مسؤل کمیسیون له لارې څخه د هویت پيژندنې له پاره مراجعه وکړي تر څو د هویت له تثبیت وروسته یې د جسد د انتقال چارې پرمخ یوړل شي.
د ستر درستیز صحیه قوماندانۍ له طرفه